غـــــزل

د ژوند صحـــــراته مې د مينــې باديوه راوړې
ما د احســـاس د ګل په لپـــه کې لمبـــه راوړې
زه د مين زړه د رضــا نه بغـــــير نه پــــايمـــه
ما کلــه، کلــه د جـــانان کلي ته شــــپه راوړې
زمونږ څه خو يا په ســترګو کې لمبې د خمــار
يا په تنــکي زخـــم کې ستا د ياد شغــله راوړې
دلیونتوب دجنګ په زغره کې مې نغښتى ايمان
د سحرلمـــونځ له مې له ځان سره نیزه لاوړې
زما نصيب زمـا د جنــګ او جهـــاد دغه برخه
چې خپــله توره مې په خپـلو وينو سره راوړې
راشه چې خپــل مخ پکې ووينې ځــان وپیـژنې
ما پـــه ورغـــوي کــې د مينــې آيئنـــه راوړې
بس داسې لږدمينې رنګ ورکــړه نوډېره ښه ده
وخته چې تا د نــوي ژوند کـــومه نقشه راوړې
ته راته ووايــه چې څــه په کـــر بلا کـې شوي
ما په ټکـــر او پـــــه بابـــړه تبصــــره راوړې
دغه سړى دمحفـــل رنګ ته ګوري اوروي څه
هم يې غـــزل راوړې، هم يې قصـــيده راوړې
بيا به په هر ســـړي په زورخپـــله خـــبره مني
زوروربيا د خپـــل غـــرض تـوره تیره راوړې
د خپـل قـدرت له نصاب ما خــبروي،ما پوهوي
زما قــاتـل مــاله زمــا د ســــرکاســـــه راوړې
زما دغــــرونو د ښـــايست د غمــه هرسوداګر
د کــرش مشين او فـــولادي سپيـنه اره راوړې
د انتــظار د هــاړ تودوغــرمو وهلى«صــابر»
د خپــــل ارمان د ونې ســيوري له دمه راوړې |