د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

غـــــزل

راځـــي لـــه ځـــان سره رڼـــــا راولي
ســـپرلي قســـــم کړى چې تا راولــــي

دا چې په کلي کې نفــــرت خـــــوروي
داخلـــک کلــــي تــــه بـــــلا راولـــــي

ما د ارمــــان په خـــوله باورکــــړى و
ماوې چې تــــا به پـــه رښتـــــيا راولي

زمــــا نه غــــم د محبـــــت هیـــــروي
زما خـــوږمــــن مــــاله خنــــدا راولي

زما د زړه د پرهرڅـــړيکه، څــــړيکه
تـــــا يـــــادوي مـــــالـــه ژړا راولـــي

مــونـــږ چې ډيـــوه د محبـــت بلـــــوو
وخـــت مهـــربانـــه شــي هـــوا راولي

څوک به ســتا نوم دچا نه څـــنګ پټوي
څوک به سپوږمۍ کورته په غلا راولي

سپرلى، ځــواني او لیـــوني خيـــــالونه
ياد يې د ځــــان ســــره دنيـــــا راولــي

دا د شعــــور په شــــرعـه مخکــې تلي
دا قــــافلې به څـــــوک په شـــــا راولي

ستا د بڼـــو د بـــڼ الـــــــوتې مــــرغۍ
ما د بڼــــو ســـــوري لــه بيـــــا راولي

دومــــره څه يو بل خـــو بـه و پیــــژنو
سپـــلى به دومــــره څــه رڼــــا راولـي

څنــــګ د واعــــظ خبــــره ومنــــمـــه
دنيــــا به څنـــګه څوک په شـــا راولي

نوردې څــوک نه ژاړي چې نه ژاړمه
دلتـــه چې څــــوک ژاړي ژړا راولــي

دچا خـــاطــروي دچــا غم«صــــابره»
تا میـــکدې تـــــه خــــامخــــا راولــــي

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved