د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

غـــــزل

د شوخه شـوري چې خــبرې کوي

باڼـــه يې اوري چې خـــبرې کوي

يا لوپټه مروړي يا شــونډې چيچي

لفظــونه زوري چې خبــرې کوي

د پرهرونو ژبې ګــونګې ښــه دي

د سترګــو توري چې خبـرې کوي

د خلکو يره يې په ستـرګو کې وي

چاپیره ګــوري چې خـــبرې کوي

د چنـــار ســيوري له هيبـــته رپي

د بڼــو ســيوري چې خــبرې کوي

د انتظار مـزه په هغــه شــــپه وي

شوګير اوستوري چې خبرې کوي

رنګ د رنګينـــو لوپټـــــــو يادوي

مين سر توري چې خــــبرې کوي

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved