د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

غـــــزل

د خــــانانو به څــــه وايــو چې خــــانان دي
ملنـــګان د پښــــــــتنو خپـــــلوکې وران دي

چـــې د ځــــانه ناخبــــــره دي د ځــــان دي
چې د ځـــــانه خبــــرشوي دي په ځــان دي

مونــږه هغســـې د زمکـــــې لايـــــق نه يـو
ددنيا قامـــــونــه ســــــتوري د آسمــــان دي

وخته دلتـــه چې قــــدم ږدې نوپه خيـال ږده
ددې خــــاورې کاڼي بـــوټي شهــــــيدان دي

پښــــــتو هغـــــــه ګنهــــګاره دوزخـــــي ده
پښـــــتانـه غـــــــزالــه تللـــي جنـــــتيان دي

د صــدو نه د سيــــندونو خـــواکې اوســـــو
خو؛زمونږ فصــــلونه اوس هم په باران دي

داسې ښکاري چې رښتوني خلک ډېـــر دي
د دنيـــا خلــــک لــــــــه ژبـې اوېــــزان دي

ســـړيتـوب وي د ســـــړي په څــــو خبــرو
په ســـړي کې خو څـــــو نښې د انســان دي

زه رښتـــــونى چې څــــه وايمـه رښتـيا شي
خلـک وايي چې په دې ســــړي پیــريان دي

دايو څـــــو يــاران که نـه وي بيــــا به نه يم
زمــا ژوند دغــــه يو څو خــواږۀ ياران دي

د ښــــاغـــلـــــو لیـــونـو لیــــونى پيــــردى
د «صــابـر» ياران د مينـــې قــــدردان دي

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved