د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

غـــــزل

څــــوک دې نه وايي چې مـاته ګناه نشـــته
د کابـــل په جنــګ کې چــاته ګنــاه نشـــته

ماخو وې چې ته پخپـــل اختيار کې نـه يې
ماخـــو تـاتــه وې چې تــاته ګنـــاه نشــــته

زوروره !  زورور خــــــــــو زورور دي
زورور تـه خـــو ميـــراته ګنـــــاه نشــــته

چې په خلکــــو کې دعقـــــل ترې نـه وي
کــه دروغ وايي مـــلا تـــه ګنـــاه نشـــــته

مونږه څه ورکړي څنګه ترې څه غواړو؟
نوي ژونــــد نوې دنيـــــاته ګنـــاه نشــــته

نه، نه ســـتا ظلـــم په ظلـــم حساب نه دى
نه، نه تـــاته خـــــو نياواته ګنــــاه نشــــته

داسې لــــږ لـــږ زه لــه ځــــايه لیــونى وم
دســـاقي ستـــرګـو ته زيـــاته ګناه نشــــته

چې زمـــــونږه د بــــلا ســـــــره ياري ده
که بلا مو خــــوري بـلا ته ګنـــــاه نشـــته

مونږد ځــان سره څه ونه کړه «صـابـره»
مـونـږ په ځــان کــړي دنيا ته ګناه نشــــته

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved