د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

غـــــــزل

که ستا په مخ ستا په کاکل نه ليــکم

بيا خو غـزل نه دى غـزل نه ليــکم

مــــا دې زمــــا دزړه آزار ووهـي

که په قــامت او پـه اوربل نه ليــکم

ســـــتا يـې منــله ســـتا يـې ومنـــله

بس دى د خپل زړه سرخپل نه ليکم

بيا به د زړه خبـــرې زړه کې ساتو

بيا به روداد ســـتا د محفــل نه ليکم

نورپرې د زړه د وينـو رنگ نولمه

نوره د گل قصــه پــه گل نـه ليــکم

هغه خوبونه مې په سـترگو کې دي

څنگ به د ښکلي په څنگل نه ليـکم

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved