غـــــزل

دا ونــې، بـــوټـــي، واورې او ګلــــونــــه مــې وطــن دى
دا غــــرونه مې هــــډوکي دي دا خــــاوره مې بـــــدن دى
بیـــشکه چې بې وســــــه يم خـــو نـه داســـــې ورک نه يم
په مــوټي کې مې اوس هم خپـــــله خاوره خپـــل وطن دى
ته څوک يې؟څه دې نوم دى؟څه به ته څــه به دې زوروي
ددې خــــاورې د زور خـو؛ نـــه دهلـــي او نه لنــــدن دى
داته څـــه يې دا سـتا د ځــــانه څه طمــــع پيــــدا شـــــــوه
زمونږ خـــو هغـه ځــــان دى چې په دې خـــاوره مين دى
که لاس دې ورلـــه وروړو د زوره بـــــه يې خـــــبر شې
ګرېوان د پښــــتون مه ګــوره که هر څــــومره خيرن دى
خـــبر يې چې په دې وطـــن کــې سر لــرې ســــردار يې
دا سمـــه پښتونخـــــواه ده دلتــــه هرڅــــوک قــدرمن دى
د مينــې په وخــت مينـــه وي د تــــورې په وخت تــــوره
بس دا زمــــا د قـــام د هــرې نــرې پیغـــــــلې فـــــن دى
نــــور نه کښینـــي ورځي د ُمغـــل خیـــلو خـــــبر اخـــلي
خـــوشحــــــال راپــاڅیـــدلى دى شـــــلولى يې کفــــن دى
نــه، نـه زړه پـــه غلطــــه يې پـه دې ســـــړي تیــــروځې
نه داســــړى زه پیــــژنمـــــــه دى خـــــو دروغــــجن دى
چې هرڅـــه يمـــه، يـــــم نه دروغــــژن نه منــــافــــق يم
چې کـوم داغ مې په زړه دى هغــــه داغ مې په لمـــن دى
د ډېــرو پسرلـــــو په دعـــــا جوړ نه شــــو «صــابـــره»
هم هغسې خــــوږېــــږي هغـــــه زخـــــم دى زولـــن دى
|