د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

غـــــزل

ته خو خــبر يې چې په تا څـــه وشــو
ته څه خــبر يې چې پـه ما څـه وشــو

په میـکده کې چې بیــــګا څــه وشـــو
ستا په سـر وشو چې اشـنا څه وشــــو

ګرځمه خپـــــل کور پکـې نه پیــــژنم
په کلــي وشـــو که په ما څـــه وشـــو

خپــل پکې يو بــل ســـره نه پیــــژني
دا ددې دور پــــه رڼــــا څــــه وشـــو

ښه رښتيا څه يې وې چې نه به راځي
قاصـــده داڅــه وايـې داڅـــــه وشـــو

په ميـــــو وينځـــــي د لمــــن داغـونه
په محتسب خـــو په رښتيا څـه وشـــو

خبـــــــره داوه چــې انکار يې وکـړو
خــــبره دانه وه چې بيـــا څـه وشــــو

ما د بـــــلا زلفـــــو بـــلاغـــوښــــتله
ما ســـــره دغســــــې بلا څـه وشــــو

ساه پکې اخلم خـــو ساه، سـاه يم پکې
هسې مې وژني په هــــوا څــه وشـــو

هر څــوک په ځان د ځانه نه دي خبر
څوک خبر نه شو چې په چا څه وشـو

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved