غـــــزل

څه ګلــونه،څه رنګونـه څــۀ نغمې کړم
ستا دښارخبرې ستاپه شان خـوږې کړم
د تيارودغـــرور ســترګـې به رڼې کړم
پرهــرونه به پــه لارو کـې ډيــوې کړم
څوک چې ما او تايـوځاى ليـدلى نه شي
ورپسې به هغه ستا د خولې ښیرې کړم
د جــانان د خــوبــولو ستــــرګـــو يـاده
ته راځې که دزخمونو ډيوې مړې کړم
زه دهرمحفـــله ستــړى کــــورته راشم
زه په هر اتڼ کې ځان ذرې، ذرې کړم
هغه ستـرګې دې يوڅو ورځې زما شي
چې د مينـې په خـوبونـو يې مـړې کړم
دسپرلي له خوابه دومره نصيب غواړم
چې د ګل شونډې پخپلو وينـوسرې کړم
|