د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

غـــــزل

ستا د قــامت ســــتا د وربلـــه بلا

په ما پرېــوتې څــو څـــو ځله بلا

مه په خوروزلفودې لاس مه وهه

راپــــاروې راپســــې څــــــله بلا

ســـتا له نظـــــره هسې نه يــرېدم

ما دې په ســــترګـو كې ليــدله بلا

مــا ميخانې ته سهـــي نه بــوتللې

مــا دې له ســره پـاڅـــــولـه بــلا

زه د حـــالاتو جبرشـــل نه كړمه

په ما پــرېــوتې ده څـــــه بلـه بلا

«صـابره»!څوك دچا بلاڅه كوي
د هرچـــا خپل غمــــونه خپله بلا

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved