غـــــــزل

د گلــــونـو د ښــــار خلک د رنگــــونـو د ښــــار خلک
په خيــــالونو کې مې اوســـي، د خيـــالونو د ښـار خلک
په رگــونو کې مې گـــرځي په زخمــــونو کې مې اوسي
د ارمــــان د بڼ گلـــــونه، د يـــادونــــو د ښـــــار خلک
په ما هغه ورځ اخـتر وي، زمـــا هغــــه خــــوشالي وي
چې په ويښـــه چــــرته وينـــم د خــوبونـو د ښــار خلک
زه چې ستا کوڅې له راشــم زه چې ستا دېـوال ته کښینم
په بتــکو پورې ولاړوي پــه پــارونــــــود ښــــار خلک
لیـــوني تنـــــدې اخيستي، ليـــــوني لیــــــوني گــــرځي
د اوبو د کلـــي خلک د سيــــندونـــــونو د ښـــــار خلک
د آســــمان په تمـــه ناستـــود اسمــــانه تمـــه پرې کړئ
د اسمــــان تمـې وژلـــي په کلـــــونــــو د ښـــــار خلک
دې بې نومـــه خامـــــوشۍ له نـــوموړي غـــم پکار دى
چې بې خـوده لیــــوني شـــي دغمــــونو د ښــــار خلک
د دردونــــو ناخـــبره د «صــــابـره» څـــه خــــــبر دي
د صــــابـر په زړه پوهیــــږي، د دردونـــود ښـار خلک |