غـــــــزل

په قصد خــورې زلفـــې په شا اړوي
هســــــې مې کُفــــر ته اشــــنا اړوي
هره خـــــبره مې تاله تـــرغـه کـړي
ســترگې دي هر څۀ په خنـــدا اړوي
ســـتا د خورو زلفــــو بلا واخلـــــمه
په تــورو غــــرونـــو مې بــلا اړوي
د نفــــرتونـو گنهـــــگار مې واعظان
مـــــونــږه د مينـــې د گنــــــاه اړوي
پا لیــــوني دي يــــا مې نـه پیـــــژني
څــوک چې زمــــا د لارې مـا اړوي
يـــوه نشــــه ده چـــې مې درد اړوي
يــــــــوه خنـــــــــدا مـې د ژړا اړوي
سترگې مې خامخا خـوږې شي په چا
د چـــا په جنــــگ مې خـامخـا اړوي |