غـــــــزل

ښه لگـي خـواږه لگـي
سـتا کاتـه په زړه لگي
دا کاته دې هیر مه شه
دا تا ســــره ښــه لگي
ستا په وعده څــه باور
ستا په وعــده څه لگي
تــه او پـه رښــتيا مينه
دا دروغ مې نــه لگـي
عشق لکه دبنگ لوگى
کلــــه کلـــه ولگــــــي
هغـــه ســــړى هغسې
هسـې په ما ښـــه لگي
دا د محبــــــت نشــــه
کُفــــر شي هلـــه لگي |