غـــــــزل

چې نشـــه شــم چې نشـــه شي
څومره ښه شم،څومره ښه شي
خــو چې تـا تـه مخـــامخ شـــم
تمـــامي وجـــود مې زړه شـي
خـــورې زلفـــې خـواله راشي
حـــيراني مې يـــو پـه دوه شي
هله لاس مې پـــه زړه کـــیږده
چې د ځــانه دې زړه ښـه شـي
راشـــه هله شـــــپه په تلـــو ده
هســې نه چې ډيـــوه مــړه شي
چې نشـــه څـــومره ترخــیږي
ستا لهجه دومـــره خـــوږه شي |