غـــــــزل

يـــوه ناڅـــاپـه حـــــادثه د نظـــــر
مينه يو تــول يوه تــــولـــه د نظــر
ستا د بڼــــو د زور خـــو نه وه کنه
هرڅــوکه ښه وه حــوصله د نظــر
زړه ته مې لږد سترگو زور وښايه
پرهــر لـه وروړه لمبـــه د نظــــر
ســـاقي په نورو نشـــو اور لگــوه
په مـا ختـــلې ده نشـــــه د نظـــــر
پرېږده چې وســوځمه اور واخلمه
نن به دې گــــورم تاشـــــه د نظـر
نن مې د زړه پــه دنيا اور لگــوي
نـــــن يـې بـــدلـــه اراده د نظـــــر
تا ورته هغه شـــپه بې لوظـه ووې
«صـــابـــره»تا ته يې غوسه دنظر |