د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

غـــــــزل

مينــې تــه درانــه گــــورم
هر ښکلي ته ښـــه گـــورم

مـــــه کــــوه يــرېــــږمـــه
ستـــرگو ته دې نه گـــورم

ســتا د ســــترگو ســوى يم
ځم چـــرته اوبــه گـــــورم

خپل پـرهــــر تـه وگـــورم
ستا د حيـــا ســـره گــــورم

ســـتا د بڼـــــو بـــد اخــــلم
زور به د خپــل زړه گورم

خداى شته چې خداى ومنم
تا ته چې ســــم وگـــــورم

تـه او زمــــا خــــوا نيـول
دا څــــه وينم څـــه گــورم

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved