د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه


زموږ ملا ئې نه منی

وی به مُــــلاجان چی زه ورځمـــه کابل جان ګټم
زه خـپـل جـوماتــــونه، زیارتونـه، امــــا مان ګټم
زه په ســــــه دکان کی عـــا شـقان اوعـارفان ګټم
زه لـه مـدرســـــو نه  خـــواره شـوی طالبان ګـټم
زه له «مُلحدانو» شـــــریعت ګـټم ، قـــــرآن ګـټـم
زما باور به نه راته


وی به مُــــلاجان دغـه دنیا خـو تیـــــریدونکی ده
ټـــــوله«ما فیها» په دی فانی کی ختمیــدونکې ده
دا د قـــــــدرتــونـــو ډنـــډوره تمـامیـــــدونکې ده
ورځ دعــــرصات اودمحشــر رارسیــــدونکې ده
زه په خپـــل جهاد کی تشه خــــوښــه دسبحان ګټم
زما باور به نه راته


وی به مُــــلا جـان زه دلالــــونـــو تمـــه دارنـه یم
زه یو«مجــــاهد» یـم ،زه شـــوقی داقـتـــدارنه یـم
زه مامــــو دشـرعې یم،دهیـــچا صــــوبه دارنه یم
زه دپــرنګیـانـو دپــلانـونــــو ټیـــــــکه دار نــه یم
زه دروس له پـوځــــه پاکه خــــاوره دافغــــان ګټم
زما باور به  نه راته


وی به مُــلاجان زه چـې دادومـــره آذانـــونــــه کم
چرګ د ډیران نه یم،زه مخلــــوق تـه آوازونــه کم
زه له روح الله سره په عـــرش کې پـــروازونه کم
زه له چا څه نه غـــواړم په خدای باندی نازونه کم
زه لـــــه کا فــــــرانـــــــو آزادي دمُســــــلمان ګټم
زما باور به نه راته


راشـــه اوس یی ګوره مُلاجان چه څه نخرې کوي
خلک ســره وژنی دی پی خاندی مسخری کــــوي
تښتي له جـــوماته مُقتـــدیانـــــو ته پلمــې کـــــوي
ټـول هیـواد یی چـورکړاولا ناست دی مسآلی کوي
هـره ناروا، رواکـــــــوي خپلې چــــړچې کـــــوي
راشه مُــــلا وګوره


اوس مُــــلا حـاکم شـوسرغـنـه دجـــــــلادانو شـــو
دوست دکافـــرانو شـــــو، دښـمـــن دمومنـــــانوشو
نیـــم دیـهــودیانوشـــو،نیم نوردسعــــــودیانـــــوشو
زیات  دپاکستان شــــو،یوڅـــــه کم دایرانیـــانوشـو
اوس داخیــــرات خــــور،د ډالروـنوتُـفالـې کــــوي
راشه مُــــلا وګوره


اوس واعــظ دشهــــرپیش امام دشـیــطانانــــــودی
خنډ د صـادقـانــــو، مـــــــلا تړ دخــــایــنـانــو دی
قـتل دحُســــــین ته ، تیـــغ بردار دیزیـــدانـــــودی
دوست دهـــردښمــــن دی اودښـــــمن دافعانانودی
ناست دی د وطــــن دخـرڅـــولوقـبـــــالی کــــوي
راشه مُــــلا وګوره


وایي مُــــلاجان چی زه غــــازي یمه تــورزن یمه
زه واکـــداردژونــــد او قـتـلولـــــودهــــرتـــن یمه
تخـت اوتاج می خپل دی، زه مالک ددی وطن یمه
کوزبه تری نه نشــم په چــــوکی بانــــدی مین یمه
اوس په خیـــــټه مــوړشو،نــوی نـوی توطئ کوی
راشه مُــــلا وګوره


خلک ورته وایي مُـــــلا ورشــــه جومـــــاتونو ته
وتــړه ، وروتــړه ټـــوپکـــــــوته ، بمـــونـــــــوته
ټینــګ شـــه عبــــادت ته ،ریاضت ته،آذانــــونوته
دا دنیــــا فــاني ده،ځان تیـــــارکـــړه،جنتـــــونوته
ځان رســـوه حــــوروته ،غلمانـوته ،جامــــــونوته
زموږ مُلا یې نه مني


خلک ورته وایی،چی وروری ښه ده،امان ښه دی
ناستـــه دمـــؤمن ښـــه ده،ملاتړدمسلمان ښـــه دی
بیـــا ترهرپردی نه،دخپل کــورکلی افغـــان ښه ده
دی ګــردی دنیـــا نه یـوبڅـــــری دایمـــان ښـه ده
مه خــــلا صــــوه لاره تبـــاهی دولســـــونــــوتـه
زموږ مُلا یې نه مني


خلک ورته وایی افغـــــانان په پـــردومــــه وژنه!
دغه خـــوار وګړی دایران په پیســـــومـــه وژنه!
دا خـــواره واره دپاکســـتان په بمـــــومـــه وژنه!
دغـــه دینـداران دبی دینــې په پلمـــــومـــــه وژنه!
وګــــوره قـــرآن ته، پاک الله تــه، کتابـــونـــــوته!
زموږ مُلا یې نه مني


زه خپــــله قاضی یم،هم قــــانون یم،هم سـرکاریمه
زه د رســــولانـــــو د میــرا ث ســلســــله داریمـه
زه دجنتــــــونــــــو دویشـــــلو ټیــــکه داریمـــــــه
ولس وایی لـــــږپام کـــــوه زمــــوږ ماتوسرونوته
زموږ مُلا یې نه مني


زمـــوږملااوس مخامخ ددین ســـوداګــری کـــوی
تللی پیښــــورته زموږ دخــــاورې بیـپاري کـــوي
نوی وابي  شـــوی دسـیاف ســـــره یـاري کــــوي
ووتـــــه میـــــدان تـــه دډالـــــرو جـواري کــــوي
اوس قــــومندان شـوی، بله ورځ به خرکاري کوي
چوپ شه چاته مه وایه

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved