د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه


د مستو ګاړه

په بامیان کې د بودا برخلیک

مُلا ته آسمان ښـــکاري د جُمــات د خـونې بام
سپوږمۍ ورته ښـکاریږي،د نوبت د کُـرتوجام
اســـلام د تورو کرکـــو او وژلــــو یو مــــرام
قــــران یـــو ه چـــــاړه، د بی بُنــــیاده انتـــقام
الله د ږیرورو قــــــاتلانـــــــو یـــــــو امــــــام
مُلا ته آسمان ښـــکاري د جُمــات د خونې بام


مُلا ته دنیا ښــکاري د غــوايي پر ښکر ولاړه
تاریخ ببــــره ږیــره د عــــرب د ســـر رتـاړه
ولس یــــوه رمه، او امـــــارت د مستـــو ګاړه
د تورې لمـــن نیسه خــــــلاسوه ورڅخه غاړه
دوه غبرګ تیغونه واخله،چلوه ورباندې دواړه
مُلا ته دنیا ښــکاري د غــوايي پر ښکر ولاړه


کابل چـــړي خـــــانه سـوه د عـــــربو د ناتار
وطــــن یــو منـــډحي سو د پـــردیـــو د بازار
لرغـــونې بامیان وران سو د پنجاب په افتخار
معصـــوم بودا شهید سو په چـــاړه د استـکبار
فیصل زمـــوږ امام سو، اســــامه زموږه پلار
کابل چـــړي خـــــانه سـوه د عـــــربو د ناتار


طالب په آی.اس.آی.باندې ټیــکه سو د وجدان
په تور پنجاب یې خرڅ کړ، غیرتي افغانسـتان
کلداره د دین برخــه سوه، ډالـــر سوچـه ایمان
خلیـــج د خدای جنّت سو، او شیخان پیغمبران
کابل اسـلام آباد سو، افغــــان خاوره پاکستان
 طالب په آی.اس.آی.باندې ټیـکه سود وجــدان

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved