د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه


چونغرته دومه ترانه

ای درنګینــــوخاطـــــروچـــــونغره!

زما دنیــــکونـو اوپلــــرونو کـــوره!

ای دلـــرغــــــونــوعظمتوچــونغره!

ســــتا هـــره تړه دتـــاریخ پـــــاڼه ده

 

ستا شازلمیان اوســربازان څه شول؟

په دغــــو شــااو خـــــوا دروکې وایه

دهغه اور سمــــندران څـــــه شـول؟

دهغـــومړولمبــــوایرې کــــومې دي

 

هغه دژونـــد ښـکلي لیــــلا څه شوه؟

هغـــــه بیباکه عاشـــقان چیـــرې دي

دعشـــق او مینې تمـــنا څـــه شــــوه

دستـا دخـــاورې پـه قــــدم قــــدم کې

 

اوس هلتــه هیره او مرګــــوخوره ده

ستا په دارو کې چې شاهان خـوځیدل

شـــګه او خاوره دقـــرنـو خـــوره ده

ستــا په ښـــارونو او ماڼیـــو بانـــدې

 

اوس یا ګیـــــدړې یا لیــــوان ګرځي

هلته چې پیغـــلې به ســوما څـــــکله

اوس یا غـــــوایي اویا اوښان ګرځي

دســـرخ کـوتل دویرانــو دپــاســــــه

 

اوزه ستا څـــوکو ته حیــــران ګورم

کلــــونه زغلــــي، زمــــانه تښــــتي

لاســـتا په پرښـوکې خــــــزان ګورم

دپســـرلي په انتــظار شــــــومه زوړ

 

چونغره زړه مې څو نارې غــواړي

ستا په کــراره او ســاړه فضـاکــــې

دژمي شپه کې چې سپوږمۍ خواره وي
څــــو دردونکې ننــــــدارې غـــــواړي

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved