ای دپیـړیوآســــماني چــــــونغــره |
ای دښــکلااودښــــــایست پــــلاره |
لیـــونی شــــوبه تـــوفاني چـونغره |
زمـــــادشعــــرپــه څپـــوڅپـــوکې |
 |
راوچتـــــــیږي قـــــــافلـــې تــړي |
کله چې وریځي ستاله تــــړوڅخـه |
د مـــــرغلــــروقـافــلـــــې تــــړي |
ستــــرګې زمــا دبـدرګــــولپــــاره |
 |
ســـتا دســـــتاینــې تـــرانـې وایـي |
دغوري سیندچې نارې چیغي وهي |
دتــــا لـــــرغــــونې افســانې وایي |
د مــــوج په ژبــه دآمــــوســـین ته |
 |
زه وایم مـــاته څــه پيــغام راکـوي |
ستا په سرستورې سترګکونه وهي |
یـوڅــه تسل اوڅـــه ارام راکــــوي |
زمـــــا نـاکامـــو ارزوګانـــــولــره |
 |
چې سخت یــوازې اوتنها یمـــه زه |
را سـره وغـــږیږه جـار دې شمـــه |
یـــــوه لمبـــــه دتمـــنا یمــــــــه زه |
دیــوې تـودې نارې په هیــله هیــله |
 |
زما زړه غـــوښــه ده دردونـه ګالي |
ته خولا ښــه یې چې دکاڼې جوړیې |
که دیوه شپون په پښه کې ځوځ لاړشي
«لایق» یې دلتـــه بیــا غمــــــونه ګالي |