د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه


چونغرته څلورمه ترانه

سترګې مې اوښکونه توفان خوځوي
توفـــان چې وخــوځي خـــولارباسي

یــــوې نارې ته انتــــــظارباســـي

چونغــره څومـره به مې زړه وایـه

رانه ســـړیږي یوڅـــه اور راکړه

زماماغزوکې یوه غوغا خــوره ده

ددې ســـاتلوتـه څـــه زور راکــړه

دا ډېــوه ګۍ دتــوفان توان نه لري

نه پیږم څـه وایي خـــوشـــورلري

ستا په بادوکې یــوه نغــمه رارسي

یو سوځـــوونکی غلــی اورلـــري

له یخـــو یخـــو اوسیــــلیو ســــره

ته زماپه شونډوکې خنــدا خوځوې

کله چې غم په ماغورځنګ راوړي

مینه دژونـــد اودبقـــا خـــوځـــوې

زما په ســتړي اوستومانه زړه کې

یا دې په غیـږکې زمانې دي ویدې

که تـه دتیــــروخــــاطروپـــلاریې

دژوند دفکـــرزلـــزلې دي ویـــدې

زمـــادشعـــرپــه ناپایه ســــین کې

که نـــوي سوز او نوی شـورنلري

داخـــاطرې او زلــزلې به څه وي

ډېووو ته هسې لوګیـدل څه په کار
که دپتـــنګ لپـــــاره اور نلـــــري

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved