چونغــره بیا دې په سرلړې ښکاري |
څـــه را روان دي نه پوهیـــږمه زه |
تمـــام بدن دې دړې وړې ښــکاري |
دغـــم ترتورو تــورو وریځو لاندې |
|
ســتا په لمنـــــه بزګـــران پراته دي |
ګوره چې وریځې تـــوفانونه نه شي |
بربنــډ او وږي یتیــــمان پــراته دي |
دســـاړه ژمې د بادونــــــو وړانـدې |
|
طــــاقت دباد او دتـــــوفان نلـــــري |
هغه دشــــپون دلوخـــوکورچـونغره |
د ژمې زغـــم دې بیــــوزلان نلـري |
څپیرې وریځې دې خورې ورې که |
|
ســــاړه په خلکـــویرغلـــــونه کوي |
کلــــه چې دواورو تـــاج کیـــــږدې |
په بوټبنو بانــدې ظلمـــــونه کــــوي |
د ژمې تیـزه او بې شــــرمه سې لۍ |
|
زموږپه مټ کې زور دکارشي غلی |
کله چې واورې کــروندې کړي پُټې |
هلته خــوتیره ده چې خوارشي غلی |
چیرې چې غــږد زورورسي پورته |
|
دغــره په شپولـــوکــې لمبـــې وهي |
لکه چې شـــپوکې دشپـــــنو اورونه |
ستا خـــاطـــرې هسې څپـــــې وهي |
زما نــارام او مُضــطرب روح کـې |
|
ستا لــــوړکمرونه که کلـــــو ځپــلي |
که زمـانې ســــتا سره لــــوبې کړې |
دکــــونډو رنــــډو اوسیــــــلوځپــلي |
زمـــا تنــــکي تنــکي او نوي افکار |