د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه


چونغرته شپږمه ترانه

چونغره غیږ کې دې یوه ځــاله راکړه

تښتم له ښـــار او له ښـــاریانــــوڅخه

 خپلو شپنــــو سره یــــوه تـــاله راکړه

په لـــــوړواوتـړوکمــــرونــــوکې دې

 

مرض دلـــــوث او دفســــاد به نه وي

هلته به مینـــــه او وروري شي پیــــدا

وېــــــره ددام او دصــــــیاد به نه وي

ترهـــرې تیـــږې او پیچـــومي لاندې

زه بـــــه دزرکـــــو تــــــرانـــې اورم

چې شپه خوره شي ستا په لوړوځوړو

دزاړه شپــــون نه افســــانې اورمــــه

یـــابــــه ورځمـــــه په ورغــــالو کې

زه به له لوړو نه سپیـــــدوته ګــــورم

چې رمې وخــــوځـــــي سبــــا راشي

یابه دستـــرګې راختــــو ته ګــــــورم

یابه دځــــوان شپـــونکـي نغمـې اورم

 

د یوې څیړۍ سیــوري ته ځـان رسـوم

چې لمرراتود شي،په کمـــروکې به زه

ســـوي ګوګل تـه پـه ایمـــــان رســـوم

دچینــــــې یخــــې او رڼــې اوبـــــه به

له سـره شفــــق ســــره بــه راز وایــم

ماښــــام به ناست یم په یـوه ګټـه باندې

کیســــه وزړه دســـــوز وســــاز وایـم

یا بـــه د دروي او شپیــــلۍ پــه ژبــــه

دغــــره له زرکــــو او هــــوسیو سره

ګــرزم به ، خــاندم به،مستي به کـــوم

خیـــرن به نه یم،غــــــوړمالیـــو سره

غـــــلام دخلکـــــودغــــرور به نه یــم

بې خــــونده شوی، شـرمیــــدلی نه یم

خپـــــلو سپیڅـــلو، آرزوګانـــــو ته به

لوړو ځــــایونــــــو ته رسیـــدلی نه یم

دورور تر پښــــولاندې کـــووسـره به

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved