ای د ږلیـــــواوسیـــــلونـو زانګــــو |
ای دبادو او بارانـــــو چــــــونغـره! |
دویـــدو شــــویوعظمـــــتونوزانګـو |
ای د تــاریـــخ دتــــاړاکــــوشهـیده! |
 |
لکه یتــــیم مـاشـــــوم ژړا راځــــي |
کله چې ګـــورم ستا سپــیرو تړو ته |
یو اشـــنا غــــونـدې نـــــوا راځـــي |
په توروشــــپوکې ستا له پـرخوڅخه |
 |
یوه بې تعبـــیره شان غوغا خوروي |
همـــدا نوا زمـــا په مـــړوایـــروکې |
یوه رنګیـــــنه تمـــــنا خــــوځـــوي |
زما په ســــتړي اوستومانه زړه کې |
 |
زما دخــــاپوړو ورځــو شپو وطنه! |
ته څـــومره خـــوږ یې دپلرو وطنه! |
ای دالهـــــام اوتـــــرانــــو وطنـــــه |
زما غــــوغا ســـتا دچوپیــــا نه پیدا |
 |
دسین په شـــــانې مې سفر کـــولای |
څومره به ښه وای چې پخپله خوښه |
ستا لـــوړوځوړو ته نظـــــر کولای |
په مینــــه مینـه مې له هــــره ځــایه |
 |
زه به وم ،عشــــق او ازادي راسره |
دبیـــدردانــــو بې دردي بــه نــه وه |
وفـــا اوهیـــــله او مستــــي راسـره |
دتا دمینــــې په نــاپــایه ســـــین کې |
 |
یوخــــوندورشـــــانې پیــــغام راکه |
ســــوځمه،ســــوځمه د رب لپـــاره |
دڅـــــودردونـــــو د ویـــولپــــــاره
یــــوزرین مـــزی دالهــــام راکـــه |