د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه


دوينــــــوواټ

قصــیده

۱۹۹۲م  کال  دمی دمیاشتی په نیمایی کی له اور اخیستی افغانستان څخه دکوزی پښتون خوا دخیبر سیمی ته ووتم. ور پسی دعبدالولی خان په میړانه دبا چا خان داشنغر په «ولی باغ» کی له ده سره دیره شوم .دماتی او بدمرغیو په توره تاریکه او دسیاست ډډه لری کی می دزړه دتودولولپاره دشعرنغری تود کړ.ترهرڅه دمخه می دلومړی ځل لپاره دخان عبدالغنی خان په ادرس چی هغه وخت داوږدی ناروغۍ په وج دمړینی دانتظارپربسترپروت ؤ دغه قصیـده ولیــکله او میاشت وروسته می هغه ته په هما غه بسترکی دده په غوښتنه ولوستله.غنی خپل نږور«نرګس » ته وویل،چی قصیده زما په غږ کی ثبت کړی. کله چی زه دقصیدی دلوستلو پای ته ورسیدم،کتل می چی دخان په مخ داوښکو سیلاب راروان دی.هغه وویل...افسوس دی ناوخته سره یو ځای شو اوزه ستا دقصیدی دلاجوابۍ په وجه دافغانانو پوروړی پاتی شوم

سليما لا يق

دا زموږ د ستــــرګو وړاندې، «غنــی»ګـــــوره څه تیریږي
یــوبا تـــورملت غر قیــــږي، یو مظبــوط وطـــــن نــړیږي
یوه دنیــــا د بــــرم او بـــذل، یـــوه نــــــړۍ د میـــــړنیـــــو
دغــــروب په لوری د رومي ،د تــــاریخ له پاڼــــو لـــویږي
پاس د ستــــورو راڼه څاڅکې،راته ښکاری اوښکی اوښکی
د آسمـــان پــــه شنــــو غــــومبرو،لاری لاری رابهیــــــږي
سرچې ږدمـــه په ســـر ویږدي،هیبــــتنا ک غــــږونه اورم
ته  واځمکـــــه په منـــــځ  دوه شوه، افغــاني وطــن ډوبیږي
یا آسمــــان زمـــــوږ په ویـــرکې، ښکتــه پریووته په ځمکه
یا قیـــــامت په ځمکــــه جــــــوړ شو،ولاړغـرونه هواریږي
"ایمـــل"ریـــږدي په لحــــد کې ،لــــه غصـــې د زړه په تبه
چې مُغــــل په خیبـــــر وخــوت ، افـــــریدی لا نه پــوهیږي
د شنلی پـــر ځـــای له دښتو، تیرې تـــــوري زرعـــــونیږي
د اوبـــو پر ځــــای له غـــــــرونو،نګــــه ویني رابهیـــــږي
د بـــاران پر ځــــای له وریځــــــو ،تنــــدرونه راکــوزیږي
د رحمـــت پر ځــــای له هســـــکه، غضبـــــونه نازلیــــږي
"شمر"ښــکته پورته دانګــي، ستـــــرګې رډی تـــوره کښلی
نه یی ستـــرګې له چا ســـوځي، نه یی شـــرم له چـــا کیږي
"زینب" چیغی کـــړې چې ربه،ته لا څـــه ته ورته ګـــوری
د"حُسین"په زخمـــي زړه کــــی،دیــزید خنجــــر ځلیـــــږي
څه بې پتـــه شــــوو جنــــګونه ، څه بې هـوډه شووننـــګونه
تولعنت په دی شمــــلو شــه، لا دی جګـــی نه شــــرميـــږي
دا دچــــرګ لکۍ ته ورته شمـــــلی واچــــــوی پـه ځمــــکه
دا د شــــرم او مــــاتی  نښـــی، پښتــــــنو ته نه ښـــــا ييږي
شمـــله هغلـــته شمـــــله وي، چې پـــه نــربـــــاندې وي لکه
اوس په هرکـــدو جګيــــږي ،اوس په هــر"اجــړا"خوريږي
خدايه دا دی څه راوکـــړه ،چی يو نر دې راپــرې نه ښـــود
هــرکمر ته چی تکيـــه شـــــو، لکـــه شــــګه را شـــــړيږي
يو"ميرويس"په موږکې نشته ،چی ګرګين لارې ته سم کړي
يو"شيـــر شاه"راپــورته نه شـــو،چې "مُغــــل" ته ودريږي


پروني مُـــلا ته ګـوره،چی ټـــوک خــــورو سقا ط خــــورو
اوس چې خصم د افغــــان شو،په ســـــرو زروکــی ډوبيږي
لــــويــه خيــــټه غټـــــه کــــونه  ،نــــرۍ پښی ببـــره ږيره
ويتـــه خوله بی شـــرمه ستـــرګی،لکه مُچ هرڅه کی لويږي
مټـــکور مــــاغــــزه دتيــــــږي ، بی فـــــرهنــــګه بی ادبه
چی تبليـــغ کــــوي نڅيږي ، چی قـــــران لــــولي شـشنيږي
په اســــلام کې لاری باســــي،زموږد خـــاوری بربــادۍ ته
دين اخـــوان ته يو دکان دی،چی هـــرڅه په کې خـــرڅيږي
دا دی څـــه بلا اختــــه کـــړه،زموږ په دی بد مــرغــوخلکو
نه لــــه تا څخه ډاريـــږي ،نه لــــه دوې څخــــه شـــرميږي
اوس چــی حُـــکم د مُـــلا شـــــو،د کابــــل په پا چـــايې کې
هرســـاعت په چــــا وردانګي،هـــره ورځ په چــا ورلويږي
د افغــــان په قتــــل اخلــي ، سره پـــــو نډونه شنـــې ډالـرې
پښتــــو پریږده چی تری تللـــی؛ له ایمـــا ن سره خــرڅیږي
باندې سپیــن په منځ کی تـــوردی،نـګه اوردی؛ نـګه اوردی
په هـــرتارکی یې دږیري؛ شیـــطان سپـــوردی او زنګیږي
هـرچـــړی په چړچـــوبۍ کی، باچــــایې خـــــوبـــونه ویني
انګـــریزي لنچـــر په غـــــاړه؛ په لار ځي تـه وا نڅیـــــږي
چې پـــرون یې دمــــولــې،رڼی خــــاورې خـــــوسکـــــوته
اوس په بره پښـتونخـــــواکې؛په انســـــان باندی سپـــــریږي
زما زړه پـــولـۍ  پـــولـــۍدی؛رما ســــــا لمبــــه لمبـــــه ده
چی دا تــــوره خپــــکې به؛لـــه مــــوږ کله پـــــورته کیـږي
جهـــاد لوښی د فســــاد شـــو، مــــولانا صـــاحب جــلاد شو
دین دولت دواړه بر بـاد شــــو، د ده زړه لا نه ســــړیــــږي
زمـــوږ کور د شــــرارت شــو، افغـــانی وطــن غـارت شو
دا زمــــوږ د ستـــرګو وړاندی،(غنی )ګـوره، څـه تیــریږي
موږزغمــل چې رانه لـوټ شي، څه چی شته دی بی ناموسه
توری خـــاوری مو په خــــوله شه، اوس هغــه رانه لوټیږي
دیـــوی میاشـــــتی تانــــده نـاوی، د شهــــید په قبــــر ژاړي
وایې کـــوم جهادته مـــړشـــــوې، ځواب وایه چی ځنــدیږي
تا چی ســـر په چـــا دوکړی، هغه غواړی چی ما لوټ کړي
ماوربولي هغـه ځـــای ته، چی شیـــطان ځنی شـــرمیــــږي
زه چې ســـتا له غمـــه ژاړم، هغـــه څـــاری زما ستــــرګې
ســـر راپوـــرته کـــړه شهیـــده، ارمانــــــونه دي رژیــــږي
افغــــاني درنی بی بیـــــاني ، چی په پت عــزت خوندی وي
دجهــــا د  تر بیـــــرغ  لاندې، بر بنــــډیږی لیـــــلامیـــږي
هرعـــرب خـریدار شـــوی،زمـــــوږد خـــوندو او خــورلڼو
مولانا صاحب یې پلــوري، نه شـــرمیـــږي ،نه ځــــوریږي
تر څــــارویـــو وړیاشــــوی، پیښتـــــنه پـــه منــــــډوی کې
د څــــارویوهــــم څه دود وی،چی په چــــا باندي خـرڅیږي

ربه دا لا څــــه تالان دی،چې به خپـــل وطـــــن یې وینـــــم
چې خپــــل سپی په پردۍ ننــــګه،افغـــانانــــو ته غپیـــــږي
چی له زړه د"کنشــــکا"نه،شنـې لوخـــــړی ځي آســـمان ته
چی جمرود د سرو په بلـــخ کی،د"یمـــــا"له ســــره لـویږي
"ګُـــرګین"ویوست تیـــغ دسټی،دافغــــان ننــــګي کهــول ته
د"میـــــرویس"لیڅـــه بیــــواکه،تیری تـــوری ته  غځیــږي
په لاس نه ورځي بی خاورو، نه یې تیـــغ نه یې لښــکر شته
هم لښــــکر هــم یی تیغـــــونه، دوطــــن پر ضد جنګیـــږي
خــــدایه څــــرنګه بدل شـــوو،د افغـــــان درانه خــــوبـــونه
په هـــر چا چی موږ تکیــــه شـــو،په پردیـــو پلـورل کیـږي
د وطـــن پــه حـــق کـــې نه کا،تش دخیــــر یــــوه خبــــــره
خـــو د خپــــل مطلب لپــــاره،د هــــر سپی پښـــو ته لویږي
په هــرځـای چی باران راشی،زمــوږ خــــره يوسي له مخې
په هــرخــوړچې سيــــلاب وزي ،زمـوږ وره ته راسميــږي
په هر سيمـــه  چې بريښنا شي، تندر پر يوزي زموږ په کلي
په هــر رود چی تـــوفان راشي،زموږ کـورته راسيخــــيږي
پــه دالـــرو بـــــاړه شـــــوي ، کــــه غلجــــي که دراني دي
پښــــتانه او پښتـــــــو دواړه ، هسی ښـــکاري چی ختميـږي
د احمـــد پــه ګــــور يې تـو کــړی ، تورې نـاړی د يڼکيــــو
دا چی پلار له ګـــروی نيسی،دا چی وروڼــو ته ګواښيـــږي
موږ ته ټـــول جهان دوزخ دی  ،چی وطـن مو په کی نه وي
موږته هر وطـــن سقــردی ،چی افغـــان په کـې ځـــوريږي
موږته هر"شــا به"پيغـــور دی، چی دښمـــن يې را ته وايي
موږته هـــرســلام لعنــت دی ،چی په سپکــه په مـوږلويږي
مـــوږته هره ګـــوله مـــرګ دی،چی دبل په ست یی ژوویو
موږ ته هر ګـــوټ هــلایل دی،چی د بل جـــام نه ګـــوټیږي
موږته هرمشـر دشمـــن دی،چی په مـــوږ یې رحـــم نه شي
مـــوږته هــــــر افغــــان پردی،چی پردي ســـره یوکیــــږي
موږته هــــرملک  تلک دی،چی زموږ په سر روپۍ خـوري
مـــوږ ته هــــرمُـــلا بلا دی،چی په خلکــــو نه رحمیـــــږي

جګی جګی ســـــاقي راشـــه،پس له عمـــره راپُخـــلا شــــه
په چوپیا کی کی مو غو غا شـه،چی مجلــس رانه ســــړیږي
د ځــوانۍ نوبت می تیرشـــو،کـــوم چی تیرشـوهغه هیـرشو
اوس راونیســــه داپـــاتـــی،چې قـــطار رانــــه تيـــریــــږي
که مُطـــرب او رباب نه وي  ،که مســتی او شــــباب نه وي
که دمينې عـــذاب نه وي، عمـــر بــد کـــړي چی اوږديــږي
هــــوښــــياری يوه تنـــهايي ده ، تنـــهايی يــــوه تبــــاهي ده
په ترخو اوبو مې ډوب کــړه، ګنی زمــــا جــــاله ډوبيـــږي
په مستۍ کې را چـارپيـــرکړه ،يوه کيــــږدۍ خورو څڼـــــو
چی شپــې ورځې رانه تښـــتي ،چې کاروان رانــه بيليـــږي
دپسرلې په ښـــکلو يادو،جـــام ته تـويې کـــــړه ســـــکروټی
چی ګلـــــونه راته ژاړي ، چی خــــزان راته ګــواښيـــــږي
دځـــوانۍ په بــاغ می راغلـــــه،دزړښـت دماښـــــام لــــــړه
پيــــالی ډکې کـــــړه له مخې ،عُمــــر تښتـــی نه ودريـــږي
ســــاقۍ ستړی يم له ژونده، لږمی خـلاص کړه له دې بنـــده
ګنی وژني مــې دا تنـــده ،چې ګـــړۍ ګــــــړۍ زياتيـــــږي
هومره را کړه چی پی ورک کړم ،ســـرله پښو،پښې له سره
چې غنـی(۱) را څخــــه تښتــــی،بينــــــوا(۲)رانه پټيــــږي
چې خـــوری صحــــرا ته ووځــــم،ليــــــــونی دليــــــــونيو
چې مســتی را کې نڅيــــږي،چی جنـــــون را ته خنــــديږي
چـې مـــــرغــــان د خـــــړو دښتــــو،راتـــه ووهــي وزرې
چی زرکان راته غــــږيـږي،چی هـــــوسۍ راته پنــــــډيږي

نه ،نه خـــوشی ټــــــوکه نه ده ،غنی لــــږورته دمه (۳) شه
دا خـــــوب وړی راويښــږي، دا پـــريـــوتې را پـا څيــــږي
ګــــومان مه کـــړه چی خــــالي شوه ،ســــاقي مينا له ميــــو
لا د تــاک پــه تا خـــــانوکــــې، دانګـــــور ښيښې ډکيــــږي
لا ربــاب ســــورشـــوی نــه دی ،لا تش دوه دوره اوښتــــي
لاســــا قی نــــوی راغلـی، لا رندان نـــــوی ګـــــرمیــــږي
لا دځمکــې تل کـې ایشـــي، تللـــــې وینــــــې دځلمیـــــــانو
لاددی دتــــودوخــــــاورو، ســـره ګلــــــونه راغــــوړیــږي
لا زمـــــوږ په ارادوکــــې، عشـــــق دمنـــــډوغلــی نــه دی
شپــــه که هرڅــــــه توفــاني ده،څـــــراغـــــونه لابلیـــــږي
لاوطــــن خلــک رابــــولي، دمیـــــړانــــومعـــــرکـــــوتـــه
لاهغــــه ژڼی ژونـــــدی دی، چی ترهــــوډه قــــربانیـــــږي
لاخــــوریږي نیمـــو شپــــو کی،دتوفـــــان غاورې چیــــغې
لادغــــــرولـــه جمــــــدرونو،سیــــــــلاوونه راکـــــوزیږي
لا دوینــــــو واټ پرانستی،لیـــــــونتـــــوب دی لیــــــونو ته
لاپه پښـــــو کې دمســــتانو، ځنځـــــیرونه ســـره شـــــلیږي
لا دځمــــکې تنــــــاوونـه،لاره بـــاســــي زلـــــــزلــــــوتــه
لا  پـــه بـاد او بریښـــــناکې،ګـــــردشــــــونه رارســــــیږي
لا د رزم ګــــرمي شـــــته دی،زمــوږ په مټـــــوکی دننــــــه
لا زمـــوږ په پښـــــتون زړه کی،"دایمــــل" وینه چلـــــیږي
لاپه جنګ دتخــت اوبخت کې،زمـــوږ لـــــوبه ختــــمه نه ده
لاهمت دشیــــرشــــاهې ته،همـــــایـون له آســــه لــــــویږي
لا د لــــــوړو وریځــــــو شــــاته،عــقابـــان وهـــــي وزرې
لاپه هســــکوسردروکې،افغـــــاني زمـــــري غــــوریــــږي
لا دخپــــلې خـــاورې میــــنه،مــــوږ ته وایي چــــه راپاڅئ
لاخـــــوب وړی دپیـــــړیـو،له خـــــــوبــونو راویښــــــیږي
لا زمــــوږ پـــــه کلاګانــــو،پښــــــتنې حیــــــا خــــــوره ده
لا زمـــــوږ په دروازوکــــې،غیــــــرتــونه پالل کیــــــــږي
دا به بیـــــا یوه غـــــوغا شي، لکه څـــاڅکې پـه څپــــــوکې
یوســــرکښه یاغـــي سیــــن شي،سمـــندر ته به رســــــیږي
دا به بیـــــا ســـپیدې خـــورې کړي، داطلســـو پالنـــــګونــو
دبلــــورو پـه بیــــــدیا بــه، رود د وینـــــو راخـــــوټیـــــږي
دابه بیـــا په لمـــر لـــویدوکې،دمـــرغــــانو ســـیل لـه ورایه
لکه ســــور بیـــرغ د فتحی،په ســرو وړانګـوکې رپیــږي۴
دا به بیـــــــا زمـــزم ته رســـــــي،دبیــــدیاوو جــــــل وهلي
دابـــه بیـــــا پــه جـــل وهلــــو،درحمـــــت باران وریــــږي
دا به بیــــا پــه مخــه دانګـــي،دا زمــــوږ جنـــګي آســـــونه
دا به الـــــــوزي له کنـــــدو ،دا بـــه لـــــوړو ته رســـــیږي
دا به اچـــوي له ســـویـــو،ســـــرې ســـــکروټې په تکل کې
دا بــــه رســـــي تــر هـــــدفـــــه،دا به خـامخـــا بـــریـــږي
دا به بیــــا اباســــــین ایشي،ډوبـــــــوي بـه تـــــورې کـونې
تـــور پنجـــاب به وهـــــل کیــــږي،له بنسـټه به نــــړیـــږي
دا بــــه بیــــا زمــــــوږه ژڼــــي،لاره بـــاســـــي آزادی تـــه
چا چې زمـــوږه سرغـــوڅ کړی،د هغه سربه غــــوڅیــږي
دا به بیــــا لنـــــډی مســــیږي،تن به باســــــي لـه بســــــتره
پښــــتانه به راپـاڅـــیږي،پښــــــتونخـــــــوا بـــه آزادیــــږي
دا به بیــــا د"احمــــد"چیغې،ریږدوي د لاهــــور مــــراندي
دا به بیــــا په کــــړاکږ کې،د"بیـــــربل "ژامی مـــــاتیـــږي
دابه بیـــــا "ســـیدال" راباسي، دمـــــرګ تـــــوره په غجرو
اخـــــوندان به ترینــه تښـــتي،امـــامـــــان به تری پُټـــــیږي
دا د قُـــم چـــړیان به پــوه شي،چی افغـــان دننـګ په کارکې
خپل پـور نه پــریـږدي پردي ته، داتقـــدیر دی نه بیـــــلیږي

۱ــ عبدالغنی خان دلری  پښـــتونخوا لوی شاعر
۲ ــ عبدالرؤف بینوادبرې پښتونخواسترادیب

۳ ــ دمه "په وزن د" رمه" دمه کیدل
۴ ــ فیلودقصیدې دغه بیت دامرکايي تورپوستی شاعرلانګ فیلودتخیل پښتوژباړه ده.لانګ خیالي تصویرپه خپل شعرکې چې د«دغلام خوب»نومیږي کارولې ده

سرپاڼې ته /Top/به سر صفحه

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved