د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه  

پیوستون

دژونـــد نآخـوالـو کې ګـــرځیدلاې نشم

شپه راغـــله تیــاره ده څـه لیدلاې نشم

مینه ددلــبرده راته ګرانه هیرولاې نشم

هره خــوا دنفـــاق لــــمن غـــــوړیږي

دعداوت داسیخبری خواوریــدلاې نشم

څوک کــړی دژبــي څــــوک دمــذهب

له خپل ګــوګلـه د چـالاس لڼدولاې نشم

په ټا ټوبي مې کــوي غــلیمان لـــــوبی

د مړغنډۍ سوغات ته هیڅ ویـلاې نشـم

دشنوغوبـــل جوړوچت مي پرسینه شو

پټه خـولــه دړې وړې وطن لیدلاې نشم

تـــرڅــوبـــه راروان داسـې بـهــیر وي

دا توراوشنه واکداران خوزغملاې نشم

د ولسونو خـیرپه یـــووالــي کــی ښائې

داسی ناکسانـوته خـوسر ټیټه ولاې نشم

اختیارترینه تللې غلامی ته خوشحالیږي

دا ویاړخوهیڅکله دلاسه ورکولاې نشم

جګې شمـلې ګــرځیدلي تل د افغان بچې

دغو نارونه خوهم کله صبـریـدلاې نشم

اوازوچــت دپیوسـتون کـــــړم ولــسوته

دیووالي نـارې دچاغوږته رسولاې نشم

رنځیږم پردیسۍ کــې «صبوره» ځـکـه

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved