د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه  

دپیغلتوب خوب

خوب مې دی لیـــدلــې مـــلـــــګرې وایــــم تــــاته

دبام پــه سر پرته پــه پالنګ د سـپوږمـــۍ رڼـــاته

خیالونه مــــــې پــــــه زړه تــــاویـــدل را تـاویدل

د ســپوږمـــۍ پــــه مــــخ کــــتلــــې مــــې چــاته

تصور کې مـــې دچـــاخــیالــــونــــــه جــــوړلول

زلــــفـــې مـې په ګوتوراتاولې کله په مخ کله شاته

پــه فـــکـــرونـــوکـــې ډوبـــه نــه یمـه پویه شوې

خـــــوب وه کــــه نشه د ځـــوانـۍ راغلې وه ماته

یــــو څـــوک دی پـــه پــــالنــګ مـــې راخـــتـلې

دګوتوپه څوکوزلفې نازوي ناست غلې مې خوا ته

ســتوري د آســمـان، شــاوخــواپه ځـلـیدوښـکاري

زړه زما په رپېدو توانِ نشـته چه وګــورم هـواتـه

دا څــــــوک دی  پــــــه پالــــــنګ مې راخـــتلـې؟

مــــینـه لـــــیونــــۍ ده کـه جنون ختلی سراوپا ته

سترګې  له خـــماره نــــه واځېــګي وږورمـه څه

باد نودې سره موښي ګلان غوټۍ  جوړوي  سباته

د عــشـق وږمــــې دي چــــه ځي  راځې یوپر بله

وریښمین بـاد سادریــــې وړې رانـــــــه  شـــــاته

دا ســـې شـــپــه وه ای مـــلګـــرو دهــــوســـونو

پـــویــه نشـوم دا بورا لکمه خواه راغلې وه غلاته

تـــاوېــدم راتـــاوېــدم ومه په پـالنګ کې  ناقراره

چه دمـــورمـــې راته غږ شو لورې  پاڅه صلاته

چـــــه مــــې سترګې کړې راخـلاصې بیا سبا وه

زه دعشق په خولو ډوبه ولاړه وه مورپه سـرماته

خــــوبـــونـــه واړه د ځـــوانۍ ښــکلي خـــوبونه

دا ځــــوانۍ هسې یوخوب ده د دنیا شاه او ګداته

دا وخـــتونـــه د ځــوانۍ څنګه هسی ژر تیریږي

که مینـــه لیـــونۍ وي چـه پام یې نکیږي وه چاته

ایلنبورګ جرمني
۲۰\ ۰۴\ ۲۰۰۹

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved