سولې ته به یوځل دزړه نه سلام وکړم |
چـه مینه ددلــبرمی شی ترلاسه |
زه ئې پـه لیدو دزړه تسل اوارام وکړم |
ســهارشی لــــــمــرراشی لپاسه |
رڼا ته ئې د روښانه سـبا اهتمام وکړم |
پـــرنســتل شي مکتب اومدرسه |
سـره یوځای جـوړعــطردماښام وکړم |
یوه غـوټۍ دګلاب یوه له نرګسه |
خوشحالۍ شراکت تـه دخپل کام وکړم |
کــــه ونسي هریو یوبل له لاسه |
استخاره به ورتــه دخاص وعام وکړم |
سولې تــه دهـــر چا ده تلــوسه |
په واروار به ورته تلاوت دکلام وکړم |
ټـــول راټــول شوي خداناترسه |
لعنت ئـې وطنوالوســره په کنام وکړم |
ورک به شي هـرنااهله اوبیپاسه |
چــه چـــاتـه زه ګـــیله دخپل قام وکړم |
«صبور» ژړېږي لا تـراوســه |