د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه  

نصیبه

سروشونډو له جامه ستاپــه نصیب څه راغلۀ
ژونــده! ســتا په سـمـه لارولــې کـاږۀ راغلۀ

یودا نــه ؤ سوځېدل تـش پـه دغه خوږلن کی
بـی لـه اوره جــانـانـه سخت سـوځـیدۀ راغلۀ

دامــزل ددوســترګــوتــرمـنځ وي څـمره لنـډ
لــه نظـر داغـیــاردوستــرګـــوڅـــارۀ راغلۀ

مـاخــوګـڼـه چـه زمـانې رنګ به ژرشي بدل
نصیــب څــه وکـړۀ چه ما باندې وږدۀ راغلۀ

دژونــد دګــلویـــوګــل نـــهٔ وغــــوړیـــدلـــی
سپــرلیه! ســترګـورپ کـــې رژېدۀ راغـــلـۀ

قسمت دلته جــوړې  داســې نـنـدارې کـړللې
چه لیدوته د هــرزړۀ اوښکې په لیـمـۀ راغلۀ

صبــوره سـتاپـه بې کسـۍ چاغوږپورې نکړ
تاڅـه ګـڼـه لــه نـصیـبه دربـانـدې څـه راغلهٔ

انجینرعبدالصبور

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved