د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه  

ظلمت

عجیبه غوندې فضا ده
 هرخواه ته واویلا ده

ګلان ګورې رژیږي
دونو پاڼې دي تویږي
لګیدلې لکه خزان دی
هرخوا بې سروسامان دی
تنکي ګلان مړاوي کیږي
هرخواه ترپښو لاندې ګیږې
څوک نه شته دپوښتې
چه ولې داسي کیږي
مالیاره چرته یې ورک ته
ستا په بڼ خزان دی لګیدلې
ته ناست یې بیخبره
ټول حیران دی لګیدلې
هریو ګوري شاوخواته
سه طوفان دی لګیدلې
شنه او سپین راغلی دلته
په بڼ کی ګوره شاوخواته
ګلان ورنه شرمیږی
تنکي نیالګي ترینه وچیږي
دګلانوبوټي په هوا شول
ګوره اخته په څه بلا شول
وائي داچه بڼ جوړو
شاوخوا چمن جوړو
خه ئې ګلرنګ جوړو
ښایسته شانته مسکن جوړو
دا تشه خًٔبرده که بڼ جوړوي
مونږته په رښتیا٬ که ځانته ثمرجوړوي
یا دیوڅوکسوجیبونوته ډالر جوړوي
په عمل کې ئې ټول وینم طوفانونه
زلزلې او پړلکونه
خویوسوال ده پیدا ماته
چرت او فکرو سودا ماته
ته څرنګه ماته بڼ جوړوئ
چه په انګړکی مې ماتم جوړوئ
بچوته مې کوډله جهنم جوړوئ
اختیار زما په چمن جوړوئ
ملګرو خبر کړۍ ځان لدې حاله
عجیبه فضأ جوړه شوې بې حاله
سره یوشۍ  وطنواله
جوړملی وحدت کړۍ پدې حاله
بڼ مو هره خوا رژیدلې
دا پردو رنګ رنګ سوځولې
که ونکړې خیال نن تاسې
بیا به وسۍ تل پښیمان تاسې
ټول کړۍ شاوخواسره راټول کړۍ
ارزه بوټي اواخزي ترینه راټول کړۍ
یوځل ټول داسی په اورکړۍ
چه لمبي شي ترینه را پورته
دود شي لوګي شې لوخړې ورنه پور ته
خاوری شي ایرې شې بادیوسي پنا ته
ځمکه شي پاکه د ارزه اود اغزیو
هم دمږو کربوړو او څرموخکیو
هره خواه صفا شي لمرشي جلکې شي
 ګلان شي میوې شي ورکې توری تیارې شي
د«صبور» په زړه کې سړې سرې لمبې شي

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved