د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه  

له انتظاره پس

داتـــــاچــه وعــــده وکــــړه زه تــــالره درځمه

ښایسته غوټۍ دګلــــوبه ځـــانـــسره دروړمــــه

ستـــادلارئــې څــار تـــه ولاړه پـاس پــــه بــام

لکــه ستـــــوری ده سهــارلــه ورایه ښکاریدمه

روان هســــی په لاره راتــــــه راغـلــې پر نظر

دیــــدن ته دی دزړه ســــره څــــومره هوسیدمه

راغــلې  پرنـــظـــر مـــاته لـــه ډیره مودې پس

دی مـــینـــې پـــه وږمـــــو کې لکه پاڼه رپیدمه

لارشـــوه غلـــطــه دروازه راځـــینـــې ورکـــه

عـقــل شو غـــافـــل له کــــړکۍ نــه والـــــوتمه

ور کـــړې رادورې یــــم ولاړه انــتظـــــار  زه

دمینی تــــلوســه ده ځــــان لـــه تـــــانه جارومه

ستړې مشې ستــــرګــــوتــــوره راغلې له سفره

غــیږراکــــړه ګــــرانـــه اوس مـاته لږڅه ګرمه

ګرانی راغــلې تـــاتـــه لــه ډیـره مودې پس یمه

دیـــدن تـه دی بی صبره دهرڅه نه په تلوس یمه

ښکلی زلـــفان دې  د حـسن په بــازار غـــوړېدلي

دیدن له ئې زه بی هــــوشه پـــه بسترد هوس یمه

ستا دزلفو پیچاپیچ کی ســودا ګـــانی دي پیــچیلی

راغلی ئې نیــــووتـــه زه لــکه درویش پلاس یمه

ژر کــمه به تــرینه رانیسم په دی ښکلی بازارکې

زه خـــو دسروشــونـــدودلالــــونـــو حــرص یمه

ستادمــخ سپوږمـــي رڼــاېي  ده غــزولې هرخواه

خوزه پــــه کـــې شبکوره شــوي له ډیرهوس یمه

ساقــــــي راکـــړه ډک جام دسروشوندو دحریرنه

چه زه شمه په هوش کـــنـــه هسی ســـــلاس یمه

داشپه څه ښه شپه ده «صبوره»چه غوټۍ سپړمه
دوه سترګو لیدوتـــه په پالنګ بانـــدی تڼۍ سپړمه

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved