د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه  

مسافـــــریار

کله به خـط او خبــــــرماته نــــــور راځي

یارمسافرشوچیرته خوب ماله په کورراځي

کله بـــه  بیـــــــا زمـا  پــــه  لـــور راځي

یــــارمســــافـــــــر شـــولاړ له کـــــــوره

جــدائـۍ دی په ما بـل کړۍ اوردی
زړه مې ستـي ســوئ نسکــــوردی

ارمــــان یـې زمــــا پـــه زړه  وریـــــږي

زړه نـرې شــــو شپــــه او ورځ  ژړیـږي

ددیدن غـــوټې به یې کلــــه راغــــوړیږي

پــه مــــا ورځ اوشـــپــــــه نـتیـــریـــــږي

جــدائـۍ دی په ما بل کـړۍ اوردی
زړه مې ستـي ســوئ نسکــــوردی

چه راغلې یې خط اوخبـرله کم صوب دی

نن مې لـــــیدلـی داســــی خـــــــــوب دی

زړه را ته وایي یارراروان ماته قریب دی

خـــدایـــه تـــا ته مې د خیــــر ســـوال دی

جــدائـۍ دی په ما بل کـړۍ اوردی
زړه مې ستـي ســوئ نسکــــوردی

کـــه جـــارو کـــــــــړمـــه زه هـغــه لاره

ارمــان به مې پــــوره شـې زمــــــا نګاره

چـه قـــــدم پـرې کیـــږدې تـــه دلــــــداره

ګلان به پــــــرې وشـــــــیندم فـــــرېمــانه

جــدائـۍ دی په ما بل کـړۍ اوردی
زړه مې ستـي ســوئ نسکــــوردی

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved