|
وطـن شـــوهرخـــــــواه دپـــردوځنـې پامــاله |
ګیله وکړم زه چاله |
|
|
په هلمنــــد راغلی جنـګ دی
هم پـــه نــاوه او مـــــیوند دی |
|
بازار د ورانیـــو ګــــرم شــوی هــره خــواله |
ګیله وکړم زه چاله |
|
|
نشــــته چــــاتـه مینــه محبت
کوټـــه شـوې مـــــودې بخـت |
|
دیــو بــل سره جنــــګـیږي هریو وطنــــواله
|
ګیله وکړم زه چاله |
|
|
ناستې ځوانې کونډې په کور
بوره شــــوې میندې هرلور |
|
دا ســوغــات دی، دجنــګ مــونــږتـه ګــرانه
|
ګیله وکړم زه چاله |
|
|
چـا لـــیــږلـــي دي بمــــــونه
چـا کـــرلــي تــریــاکــونـــــه |
|
نراځي دوطن غـم چا ته هــریـوشــو بداعماله |
ګیله وکړم زه چاله |
|
|
پردي ګـــرځي په وطــن کې
اختــیارمونشـــته په میهن کې
|
|
ترویزم سـره جــګړه ښــه بهــانــه ده اشغــاله |
ګیله وکړم زه چاله |
|
|
وطنـــه کلـه به شې ځــــوان
چـــه وکــرم درکـــــې ګلان |
|
«صبور»ستا دځـواني په تمه لاړبه شي اُقباله |
ګیله وکړم زه چاله |
|