د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه  

سرې نارې

دوطن په ننګ دافغــان تـوره شوه وچــته

دیووالي تـړون بلنه وطنــــوالته ورکومه

دوطن په ننګ تړلي افغـــان توره تیره ده
ملی پیوستون  تـه ئې وچته کـړې ناره ده

داغیارئې ماتـه کړې خوله تل په تیشه ده
دوطن  لـرغونوکی ئې هرچاته ننداره ده

دازادۍ شمـــله به تـل زه وچته ګرځومه
داتحادلاسونه ورکړۍ دښمن نسکورومه

دبیلـتا نه خــبــره مـکړه بیـا راته اغیاره
ځان سـاته  د دې مـظــلــوم ملت له قاره

ستااسلافوورکه کـړې وه دلـته خپله لاره
خطانشې  زمـــریان بـه دوباســي تړانګه

لاره په لاره وږده لاســونه لڼـدومــــــــه
اتحادلاســونه ورکړۍ دښمن نسکورومه

نن ټپس  گوره خـــیال دښکاراسان کړی
فـکـر دالـوتنـــې د بازانو پر آشیان کړی

منګولو ته نګوري دمښوکي ارمان کړی
له ښاماره سره تلاش دیو پټ پیمان کړي

ناښاده به شـې پاتې دا ګـواښ درته کومه
اتحادلاسونـه ورکړۍ دښمن نسـکورومه

کله خـدایـه دیدنِ ئې زماپه نصیب بیاشي
چاره وکـړه که داغــم  را ځنې  جـلاشي

مینه محبـــــت بیرته یوبــل سره پیداشي
دژوندغوټۍ دګل پشان هرچاته زیبا شي

دګلوڅـانګه په هرځای اتلان ته ورکومه
اتحادلاسـونه ورکړۍ دښمن نسـکورومه

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved