د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه  

ګیــله

حســن دې مـجـنـون سـرپـه صـحراکــــړم
یونظــرراته د زړه پـه دغــه بـیـابـان راکه

توری ســترګې دې څومره ښکلې ښکاري
یــوڅــوغـشــې دلیمـــــو راته ارزان راکه

دګلوجوړه منظره ښـــکاري پـه اوربل کې
ناست یـم پــه غـرمــو دګلـــوسـایبان راکه

خوب دسترګومې لـوګې شــو شـوګیروکی
په پالنګ کې دې لږ ځـــای دمهـمـان راکه

کله به تیــریِــږې راتــــه بـیا په دغـه لاره
یونظر دتـــورو سترګـو لـه چشمـان راکـه

نرۍ مــلادې چنـګه لــښـته په بیــضـه کې
دزړه مات پلله ته مې دا ښکلې کمان راکه

ترڅـوبه هسی ګرځــو هـرخـوا یکه وتنـها
دوصــــال دارو زړه ته مـې درمــان راکه

خوار حیران «صبـــور»ولاړستاپه درکی
داسره خولګۍ  خــو راته لـــږ آسـان راکه

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved